د ۱۳۹۸ کال ټاکنې

انځورونه

Tweets by @AfghanistanIEC

 موږ په افغانستان کې له ښځو سره د تاوتریخوالي پر ضد د مبارزې ورځ په داسې حال کې نمانځو چې له بده مرغه په هېواد کې د ښځو پر وړاندې د مبارزې بېلابېل ډولونه وجود لري. په افغانستان کې ښځې له لسیزو راهیسې له تاوتریخوالي سره لاس او ګرېوان دي. 

له شک پرته ولسواکي نظام د هغو اتلو مېرمنو د مبارزو او مېړانو پایله ده چې د هېواد د ویاړلي تاریخ په اوږدو کې یې د ښځو د حقوقو د تحقق، د مېرمنو په تعالی او انساني ارزښتونو په نهادینه کولو کې مبارزه کړې او د دغه هېواد په طلايي تاریخ کې یې تلپاتې ویاړونه ثبت کړي دي. ګوهرشاد بیګم، ملالۍ او سلګونه او زرګونه نورې مېرمنې چې پر پوهې، ازادۍ غوښتنې او د انسانیت د لوړاوي په بېلګو بدلې شوې دي. 

سیاسي مدني حقوقو ته لاسرسی چې اوس د هېواد وګړي ترې برخمن دي، د دغو مبارزو پایله ګڼلای شو. د انتخابولو او انتخابېدلو حق هېوادوالو په ځانګړي ډول ښځو ته دا زمینه برابره کړې چې د هېواد په سترو تصمیم نیولو کې عملاً رول ولري. ټاکنې د ډموکراسۍ د اساسي رکن په توګه او رایه د ټاکلو د حق په توګه افغانو مېرمنو ته تر هر چا ځانګړی ارزښت لري ځکه چې دوی د کلونو په اوږدو کې په بېلابېلو برخو کې ستونزې، زحمتونه او محرومیتونه ګاللي دي. ښځې په تېرو اتلسو کلو کې له خپلو حقوقو په استفادې چې د هېواد په قوانینو کې ورته ځانګړي شوي، پر دې توانېدلي چې د ټولنې د یوه انکار نه منونکي قشر په توګه خپل ځای ځایګی ثابت کړي او د هېواد پر تحولاتو په زیاتېدونکي ډول اغېزناکې واقع شي. د هېواد مېرمنې له ټولو فشارونو او ستونزو سره سره پر دې توانېدلي چې په بېلابېلو سیاسي، ټولنیزو، فرهنګي، اقتصادي او نورو برخو کې د فعال، هڅاند او مخ پر ودې قشر په توګه اغېزناکې واوسي او په ټولنه کې مثبت او لازم رول ولوبوي. 

دیموکراسي د یوه منل شوي، پر فردي او د خلکو پر ارادې ولاړ نظام په توګه د هېواد د مېرمنو پر وضعیت ډېر اغېز کړی او په عین حال کې د یوه حق محوره نظام په توګه د هېواد د مېرمنو له ملاتړ، رول او پراخ ګډون نه برخمن دی.

ښځو په خپل فعال حضور وکړای شول چې نه یوازې خپل او د راتلونکو نسلونو راتلونکی، بلکې د یوه مخ پر ودې، خپلواک او روښانه راتلونکي لرونکي هېواد په توګه د افغانستان راتلونکي هم وټاکي. 

ټاکنې د فردي ارادې او تکلیف د تعین د حق د مکانیزم په توګه کولای شي چې په هېواد کې د نیمو وګړو ارادې او غوښتنې تمثیل کړي. 

اوس د سیاست په ګډون په ټولو برخو کې مېرمنې له حاشیې نه متن ته راغلې او په ټولنه کې د قدرت د اصلي مرجع او منبع په توګه راڅرګندې شوې دي. افغانو مېرمنو ثابته کړې چې له زده کړو نیولې تر لویو تصمیمونو په ټولو برخو کې په ډېر ښه ډول رول اداکولای شي او په ټولو برخو کې په خپل پراخ ګډون تر بل هر چا د ملي ګټو او موخو په تحقق کې ښه رول ولوبوي. 

د ښځو اوسنی رول که څه هم هیله بښونکی دی؛ خو له شک پرته چې مطلوب نه دی. اوس هم د هېواد په ځينو برخو کې مېرمنې له سیستماتیک تبعیض سره مخ دي او حقونه یې تر پښو لاندې کېږي. اوس هم ډېرې ښځې د بېلابېلو دلایلو پر اساس د رایې له حقه محرومې دي. موږ تر اوسه په هېواد کې د تبعیض او ستونزو د ټولو ډولونو حل کولو ته ډېره لاره په مخ کې لرو. د دغو ستونزو حلول د مېرمنو کلکې ارادې، د نړیوالې ټولنې، د ښځو د حقوقو د مدافع بنسټونو، حکومت او خلکو پراخ ملاتړ ته اړتیا لري. 

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دغې ملي پروسې د یوه مدیریت کوونکي او څارونکي بنسټ په توګه تر هر بل هر وخت ډېر په ملي کچه په یوه جندر شمول بنسټ بدل شوی. ښځې د دواړو کمیسیونونو له رهبرۍ نیولې تر تر مدیریتي او عملیاتي چارو په ټولو کچو کې څرګند رول لري. 

د داسې حکومت د منځته راتلو په هیله چې په هېواد کې د خلکو د رایې له لارې د خلکو په غوښتنه او اراده رامنځته شوی وي او د ټولو په ځانګړي ډول د هېواد د مېرمنو د حقوقو د تحقق په هیله.