د ۱۳۹۸ کال ټاکنې

انځورونه

Tweets by @AfghanistanIEC

د ټاکنو خپلواک کمیسیون مشرتابه پلاوي د ولسمشریزو ټاکنو د بهیر د شفافیت په اړه د افغان ښځو شبکې له مسوولینو سره وکتل.

د کمیسیون مشرتابه پلاوي دوی ته د ښه راغلاست تر څنګ د ولسمشریزو ټاکنو د پایلو د اعلان د پرمختګونو او ستونزو په اړه مالومات ورکړل او زیاته یې کړه چې د کمیسیون مشرتابه د کمیسیون د حقوقي اسنادو او پرېکړو پلي کولو ته ژمن دي.

له بلې خوا د افغان ښځو شبکې هم په دې اړه خپلې موندنې او وړاندیزونه د کمیسیون له مشرتابه پلاوي سره شریک کړل.