د ۱۳۹۸ کال ټاکنې

انځورونه

Tweets by @AfghanistanIEC

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د بیا شمېرنې او تفتیش د پایلو د تسلیمونې(In Take) بهیر د کمیسیون په مرکزي دفتر کې د څارونکو او کتونکو په حضور کې پیل کړ.

د هغو پنځلسو ولایتونو له ډلې نه چې د تفتیش او بیا شمېرنې بهیر پکې بشپړ شوی، تر اوسه د شپږو ولایتونو مواد مرکزي دفتر ته رارسېدلي دي. له دې ډلې د څلورو ولایتونو د موادو ارزونه بشپړه شوې، یعنې په سیستم کې د درج او جمعبندۍ پړاو ته تیار دي او پر پاتې ولایتونو کار روان دی.

تر اوسه په غور، دایکنډي، سمنګان، فراه، کندز، هرات، لوګر، بادغیس، ارزګان، بامیان، لغمان، میدان وردګو، بلخ او نیمروز ولایتونو کې د رایو د تفتیش او بیا شمېرنې بهیر بشپړ شوی او په پاتې ولایتونو کې جریان لري.