د ۱۳۹۸ کال ټاکنې

انځورونه

Tweets by @AfghanistanIEC

د ټاکنو خپلواک کمیسیون دارالانشا د رایه ورکوونکو د ۱۳۷زره او ۱۰۲زره بایومتریکي مالوماتو په اړه چې د ځینو ټاکنیزو ټیمونو د اندېښنې سبب شوي، د یوه سیمینار په ترڅ کې د رسنیو مسوولینو او ملي او نړیوالو څارونکو او کتونکو ته مفصل مالومات ورکړل.

د کمیسیون د ستراتیژیکو اړیکو مرستیال علي شاه مصباح د رایه ورکوونکو د شمېر او د دوی د بایومتریکي مالوماتو د توپیر په اړه مالومات ورکړل او زیاته یې کړه:«د رایه ورکوونکو ۱۳۷زره او ۶۳۰بایومتریکي مالومات د څو ځانګړو محلونو نه دي، بلکې د ۳۴ولایتونو په ۴۵۶۳محلونو پورې اړه لري.» ښاغلي مصباح په دې اړه د درملوک کمپنۍ د راپور جزیات هم له ګډونوالو سره شریک کړل او د دوی پوښتنو ته یې ځوابونه ورکړل.

په همدې حال کې د کمیسیون د دارلانشا مالي او اداري مرستیال سیدعبدالاحد رښتیا د رایه ورکوونکو د ۱۰۲زره بایومتریکي مالوماتو په اړه توضیحات ورکړل او زیاته یې کړه:«د درملوک کمپنۍ راپور ښيي چې دغه مالومات په ۷زره محلونو پورې اړه لري، دغه رایې په اړوندو محلونو کې کارول شوې او د درغلۍ نښې نه پکې ښکاري.»

ښاغلي رښتیا د خپلو خبرو په دوام وویل:«د رایې ورکولو په بکسونو کې شته رایې د بایومتریکي مالوماتو او نورو قانوني معیارونو پر اساس تفتیش او پلټل شوې دي، په پای کې هغو رایو ته اعتبار ورکول کېږي چې بایومتریکي اساس ولري.» نوموړي وویل، د رایو د تفتیش، بیا شمېرنې او باطلولو پر وخت غیربایومتریک او د طرزالعمل خلاف رایې نه منل کېږي او مستندېږي.

په دغه ناسته کې ګډونوالو هم د کمیسیون له مسوولینو او تخنیکي ټیم سره خپلې پوښتنې او نظرونه شریک کړل چې مسوولو کسانو ځوابونه ورته وویل.