انځورونه

Tweets by @AfghanistanIEC

د ټاکنو خپلواک کمیسیون مشرتابه پلاوي د یوه مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې رسنیو ته د منل شوو او غیرمعیاري رایو د پېژندلو په اړه د قراردادي کمپنۍ(دارملوک) د راپور مالومات ورکړل.

د کمیسیون غړي ښاغلي اورنګزیب د رایو د بیا شمېرنې او تفتیش لپاره د دغه بنسټ د تیاري خبر ورکړ او زیاته یې کړه:«له کمیسیون سره منل شوي او هغه بایومتریکي مالومات شریک شوي چې ستونزې لري چې د یو میلیون او نهه سوه زره او ۲۹زره او ۳۳۳رایه ورکوونکو د بایومتریکي مالوماتو له جملې څخه یو میلیون او اته سوه زره او ۴۳زره او ۱۰۷یې منل شوي او پاتې یې په معیارونو برابر نه دي.»

ښاغلي اورنګزیب زیاته کړه:«تخنیکي کارکوونکي پر دغو مالوماتو کار کوي چې د مرکز او محل د اداري واحدونو پر اساس یې مشخص کړي او د کمیسیون تر تصمیم وروسته د څارونکو، کتونکو او رسنیو په حضور کې د تفتیش او بیا شمېرنې بهیر پیل شي.»

دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویلي چې د ولسمشریزو ټاکنو پایلې به د روان کال د لړم په درویشتمه اعلان کړي.