د ۱۳۹۸ کال ټاکنې

انځورونه

Tweets by @AfghanistanIEC

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو، سیاسي ګوندونو او رسنیو څارونکو او کتونکو ته د تفتیش، بیا شمېرنې او بارکود لوستونکو دستګاوو د کارونې د لارښود د طرزالعمل په اړه د کمیسیون په مرکز کې ښوونیز پروګرام جوړ کړ.

د ټاکنیزو زده کړو او ظرفیت لوړونې د مسوولینو په وینا د کمیسیون لخوا د بیا شمېرنې وړ مرکزونو او محلونو تر تصویب وروسته دوی د بیا شمېرنې د پروسې د څارنې او کتنې لپاره ولایتونو ته سفر کوي. 

دا په داسې حال کې ده چې څه وخت وړاندې د کمیسیون تر سلو زیاتو کارکوونکو ته د دغه طرزالعمل او منل شوو بایومتریکي رایو د پېژندلو لپاره ښوونیز پروګرام جوړ شوی و.