انځورونه

Tweets by @AfghanistanIEC

د ټاکنو خپلواک کمیسیون مشرتابه پلاوي د یوه مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې د ۴۷زره غیرمعیاري رایه ورکوونکو د پېژندلو خبر ورکړ. دغو رایه ورکوونکو یا تکراري عکسونه درلودل، یا یې قانوني عمر نه و پوره کړی او یا په نورو معیارونو برابر نه وو.

د کمیسیون غړي مولانا محمدعبدالله وویل:« ټاکل شوې وه چې د تېرې شپې تر لسو بجو د درملوک قراردادي کمپنۍ د غیرمعیاري رایو د تصفیې بحث له کمیسیون سره شریک کړي؛ خو تر اوسه یې یوازې ۴۷زره QR Codeله موږ سره شریک کړي چې د تکراري عکسونو، له عکس نه اخیستل شوو عکسونو، ټيټ عمره عکسونو او نورو غیرمعیاري عکسونو په اړه دي. 

ښاغلي عبدالله زیاته کړه:« موږ منتظر یو چې د نورو غیرمعیاري رایو لکه تکراري شخصیت، د رایې ورکولو له وخته بهر ورکړل شوې رایې او دې ته ورته رایو شمېر نن راورسېږي چې نور اقدامات وشي. 

ټاکل شوې چې د دغې پروسې تر پای ته رسېدو وروسته ولایتونو ته تلونکي کاري ټيمونه هغه قضیې او پایلې وڅېړي چې د ټاکنیزو کمیسیونونو او درملوک کمپنۍ لخوا د رایه ورکوونکو د بایومتریکي مالوماتو، ټاکنیزو طرزاالعملونو او قانون خلاف تشخیص شوې دي. په پای کې د تفتیش او بیا شمېرنې تر پړاو وروسته شفافې پایلې د کمیسیون مرکزي سیستم ته داخلېږي او تر جمعبندۍ وروسته اعلانېږي.