د ۱۳۹۸ کال ټاکنې

انځورونه

Tweets by @AfghanistanIEC

په ولسواکو ولسي نظامونو کې ټاکنې په حکومتولۍ او د نظام په اډانه کې د وړو او ښو مديرانو د ګومارلو لپاره د يو اصل په توګه منل شوې خبره ده، په ټاکنو کې کډون او خپل راتلونکی په خپله ټاکل د نوولسمې پيړۍ په وروستيو کې لويديځوالو دود کړه، چې بيا د شلمې پيړۍ په پيل کې په ډيرو اروپايي هيوادونو کې خلکو د ټاکنو له لارې خپل برخليک په خپله ټاکه چې وروسته بيا دغه لړۍ نوره هم پسې وغځيده، دغه مهال د ډيموکراتيکو افکارو د ودې سره يو ځای د بشري حقونو او د ښځو حقونو د فعالانو بنسټونه په رسميت وپيژندل شول. [1]


په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ تر ړنګيدو او د اساسي قانون د تصويبدو سره ټاکنې د پريکړې او د نوي مديريت د جوړولو لپاره د اصلي رکن په توګه ومنل شوې. له ډيرو خبرو او تودو بحثونو وروسته د ټاکنو خپلواک کميسيون په افغانستان کې د ټاکنو د ترسره کولو لپاره ومنل شو. دافغانستان د اساسي قانون د 156 مادې د ټولو ټاکنو د ترسره کولو او د افغان ولس درأيو پرمټ د ولسواک نظام جوړيدل د دغه هيواد د ټاکنو د خپلواک کميسيون دنده ده. [2] د ټاکنيزو شکايتونو ارزول او د تور او سپين معلومول بيا د ټاکنيزو شکايتونو دنده ده.


نن سبا ټاکنو د خلکو د ژوندانه سره داسي نه شلیدونکی تړاو میندلی چې خلک فکر کوي پرته له ټاکنو دوی نه شي کولای چې د خپلې خوښې حکومت او یا د خپل برخلیک په ټاکنو کې ونډه ولري، په ټوله کې د سیاسي سیالیو پرته سیاسي مشارکت ناشونی بریښي، له همدې امله په خپلسرو نظامونو کې هم خلک چمتو دي چې په ټاکنو کې برخه واخلي. که څه هم چې واک د یوې ډلې یا یوه ګوند په لاس کې پاتې کیږي، خو همدغه خپلسرۍ خلک دې ته هڅوي چې د دغه شان ډیکټاتوره نظامونو څخه د خلاصون په موخه په ټاکنو کې پراخه ونډه واخلي. په ولسواکو نظامونو کې د خلکو شان او شوکت د هغوی د رأیو په کارولو کې دی، نو د ولسواکۍ د ټینګښت لپاره د نورو لارو تر څنګ غوره یې په ټاکنو کې د خلکو ونډه او برخه اخیستنه ده.[3]


په ډیرو ډیموکراتیکو هیوادونو کې د ولسواکو نظامونو د راوستو لپاره د ټاکنو ځای ځایګی د خلکو له رأیو سره تړاو لري، له واکدارانو غوښتل کیږي چې د اساسي قانون له مخې دې د خلکو حقونو او امتیازاتو ته پاملرنه وکړي. د دغو حقونو څخه یو یې هغو کسانو ته چې د رأی ورکولو شرایط یې بشپړ کړي وي د رأی ورکولو حق ورکول دي چې د خپل هیواد د سیاسي برخلیک په ټاکلو کې ونډه واخلي او د ډیموکراسۍ اساسي او بنسټیز رکن بشپړ کړي.

په ټاکنو کې برخه اخیستنه د ډیموکراټیکو حکومتونو د جوړولو اصل بلل کیږي، د افغانستان اساسي قانون دغه حقونه په رسمیت پیژندلي او افغان ولس ته یې د دې واک ورکړی، چې د خپل هیواد په ټولو سیاسي پریکړو کې ونډه واخلي او هغه د خپل هیواد په سترو سیاسي پریکړو کې برخه ولري.

د اساسي قانون د څلورمې مادې له مخې واکمني د خلکو حق دی او د واکمنانو په ټاکلو کې باید دوی پخپله پریکړه وکړي، دا چاره نه د یو کس او نه هم د کومې ځانګړې ډلې ده، بلکې دا چاره د خلکو ده چې په ټاکنو کې برخه واخلي هغه که ولسمشریزې ټاکنې وي او یا هم د ولسي جرګې ..... او یا هم نورې ، حکومت باید د همدغو رأیو له مخې که هغه مستقیمې وي یا نا مستقیمې خپل مشروعیت تر لاسه کړي.

سرچینې:

1. ابوالفضل، قاضی (1388)، بایسته‌های حقوق اساسی، تهران: نشرمیزان، ص 300؛
2. د عدلیې وزارت،‌ د افغانستان اساسي قانون؛ رسمي جریده، مسلسله شمیره 818، د خپریدو نیټه : 6/11/1382.
3. نظری، عبداللطیف (1387)، د ډیموکراسۍ مفهوم؛ کابل، د افغانستان د معلوماتو سرچینه مرکز، ص47؛