د ۱۳۹۸ کال ټاکنې

انځورونه

Tweets by @AfghanistanIEC

ټاکنیز نظام

ټاکنې بيلابيل پړاونه لري، دغه څه کيدای شي څو مياشتې وغځيږي، هر پړاو د بل يو سره د طبيعت له پلوه توپير لري. په ټاکنو کې د نوم ثبتونه، د نوماندانو د واکونو ټاکل، په ټاکنيزو هلو ځلو کې برخه اخيستنه، د تبليغاتو څرنګوالی، د رأی ورکولو پر ورځ په ټاکنو کې ګډون او په پای کې رأی شميرنه د دغو پړاونو بيلابيلې برخې جوړوي. هر پړاو ځانته ځانګړي ضوابط او مقررات لري، چې همدغو ضوابطو او مقرراتو ته د د ټاکنو قوانين ويل کيږي. د ټاکنو قانون انتخاباتي نظام ځانګړی کوي. د ټاکنيز نظام وروستي پړاو د رأيو شميرنه ده، په دې معنی چې همدغه کارول شوې رأيې پر څوکيو بدليږي او استازي د واک تر ګديو رسيږي، له همدې امله زموږ په هيواد کې بيلابيل ټاکنيز نظامونه په پام کې نيول شوي، دغه چاره په هر هيواد کې ترسره کيږي چې وروسته بيا د هر هيواد د اړتياو او ټاکنيزو تجربو سره سم اصلاحات په کې راځي.

ټاکنيز نظام يوازې د ولسي جرکې،ولايتي او ولسواليو شوراګانو لپاره مطرح کيږي، خو په ولسمشريزو ټاکنو کې يوازې يو نظام وي، چې هغې ته اکثريتي نظام وايي. نو ځکه په ټولپوښتنه (ریفراندم) کې يوازې د اکثريتي نظام څخه کار اخيستل کيږي، ځکه خلک په ټولپوښتنه کې د موافق يا مخالف په توګه خپله رايه کاروي چې له ټولو ورکړل شويو رايو څخه اکثريت يې لاس ته راځي. په هره ټولنه کې ټاکنيز نظام د سياليو ټاکونکی وي چې د بيلابيلو ډلو تر منځ تر سره کيږي. د ټاکنو قانون او ټاکنيز نظامونه د سياسي ګوندونوتر منځ د واک د ويش څرنګوالی ټاکي.

د افغانستان په ټاکنيز نظام کې اوسنيو شرايطو ته په پام سره نه ليږديدونکې واحده رايه منل شوې، که څه هم چې ځيني سياسي ګوندونه د ټاکنيز نظام د بدليدو غوښتنه کوي، چې د ټاکنو د قانون د نوولسمې مادې د دويم بند له مخې د ټاکنو خپلواک کميسيون نه شي کولای د ټاکنو پر مهال ځينې لوايح او ټاکنيزې تګلارې بدلې کړي او يا په هغو کې تعديلات راولي. [1]

نه ليږديدونکې واحدې رايې ټاکنيز تظام SNTV
د افغانستان د ټاکنو په نظام کې نه لیږدیدونکې واحده رأیه په پام کې نیول شویده، په دغه ټاکنیز نظام کې هر رأی ورکونکی د یوې رأیې حق لري چې هغه هم نه لیږدیدونکې رأیه ده، که په یوه ټاکنیزه حوزه کې څو څوکۍ وي هغه نوماندان چې تر نورو هغو یې ډیرې رأیې ګټلې وي ګټونکی او بریالی شمیرل کیږي. په دغه سیستم کې د رأی ورکونکو رأیې د سیاسي ګوندونو نوماندانو یا نورو کاندیدانو ته نه لیږدیږي، د دې معني دا ده په هغو ټاکنیزو حوزو کې چې څو تنو ځانونه کاندید کړي وي یو یې کولای شي چې تر نورو د ډیرو رأیو په تر لاسه کولو سره که یوه رأیه هم وي بریالی شي. په دغه ټاکنیز نظام کې سیاسي ګوندونه نه شي کولای د هغو ګوندي نوماندانو چې زیاتې رأیې یې اخیستي وي، هغو نورو ته چې لږې رأیې لري خپلې رأیې ولیږدوي چې په دې توګه وتوانیږې په ملي شورا کې زیاتې څوکۍ خپلې کړي. په دغه سیستم کې په واک کې د ورګډیدو له پاره د سیاسي ګوندونو د پرمختګ اسانتیاوې کمې دي، خو د خپلواکو نوماندانو له پاره د سیالیو پراخه ډګرونه پرانیستل شویدي. په نوموړی سیستم کې د پارلمان د هر خپلواک نوماند او د هغه د موکلینو تر منځ نژدې اړيکي شته او په دې توګه د ټاکنیزو حوزو سره د استازو د مسوولیتونو منښته زیاتیږي. دا رنګه د دغه نظام سره په سیاسي ډګر کې د لږکیو د حضور لپاره هم زمینې برابریدلای شي.[2]

له هغه ځایه چې په افغانستان کې پراخ بنسټه او ځواکمن ګوندونه چې د هیواد په ټولو برخو کې پلویان ولري نه شته او تر دې مهاله لا دغسې ګوندونو سر نه دی راپورته کړی، نو نه لیږدیدونکې واحده رأیهSNTVد افغانستان په قوانینو کې د ولسي جرګې، ولایتي او سیمه ییزوشوراګانو له پاره په پام کې نیول شوي دي. ټاکنیز نظام د تجربې، اړتیاو، سیاسي، فرهنګي، ټولنیزو او د هیواد اقتصادي شرأیطو ته په کتو د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د قوانینو او نورو تګلارو ته په پام سره د بدلیدو او تعدیلاتو د راوستو وړ دي، خو د ټاکنو پر مهال دغه څه ناشوني دي.

د نه لیږدیدونکې واحدې رأیې ګټې:

د ګوندي او نورو لږکیو ډلو د ګډون شونتیا د هیواد په سیاسي جوړښت کې؛

  1. د رأی ورکولو او د رأیو د ضایع کیدا د مخنیوي په غرض د خپلو پلویانو د لا ښه منظمولو له پاره د سیاسي ګوندونو لا ډیر فعالول
  2. د دغه سیستم په پلی کولو کې د اسانتیاو رامځته کول.
  3. د ټاکنو د کارکونکو او رأی ورکونکو لپاره

د ټاکنو په برخه کې افغانستان لا هم زیاته تجربه نه لري ، او په کار دي چې له هغو هیوادونو یې زده کړو چې په دغې برخه کې لسګونه کاله تجربې لري او د هغوی له عملي تجربو نه د ټاکنو د قانون په اصلاح کولو کې ګټه واخلو. تر کومه ځایه چې نن سبا د نړۍ په ډیرو هیوادونو کې انتخابات د تخصصي کیدو په حال کې دي او دغه اصل ته زیاته پاملرنه هم کیږي، اوس چې ټاکنو ځانته خپلواک او عیني حیثیت غوره کړی یو شمیر ځانګړي کسان په دغې برخه کې پر زده کړو بوخت دي چې د ټاکنو په برخه کې مسلکي او تخصصي سندونه تر لاسه کړي.

سرچینې:

د ټاکنو قانون د عدلیې وزارت؛ رسمي جریده، مسلسله ګڼه 1226، د نشر نیټه: د تلې 4 1395.
ذکریا بارکزی، د انتخاباتو مجله؛ لومړۍ ګڼه، لومړی کال، 1387، ص10؛
دانش، سرور، فصلنامه علمی و پژوهشی کتاب سینا، لومړی کال، لومړۍ ګڼه، پسرلی، ص 49.