د ۱۳۹۸ کال ټاکنې

انځورونه

Tweets by @AfghanistanIEC

د ۱۳۹۸ کال د تلې په شپږمه ولسمشریزې ټاکنې ترسره کیږي او په دغو ټاکنو کې د روڼوالي له پاره، د (سیاسي ګوندونو او د کاندیدانو د استازیو)، کتونکو (د مدني ټولنې او نړیوالو بنسټونو استازي) او د رسنیو پراخه ګډون چې په قانوني توګه کار او فعالیت کوي ډیر ارزښتناک او اړین بریښي. یوازې هغه څارونکي او کتونکي بنسټونه کولای شي چې د ټاکنو له بهیر څخه څارنه او کتنه وکړي او یا هم رپوټ پرې چمتو کړي چې باور لیک یې تر لاسه کړی وي. د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ټاکنو د قانون د نولسمې مادې د لومړۍ فقرې د لسم بند د حکم او د ټاکنیز مهالویش له مخې چې ټولو څارونکو، کتونکو او رسنیو ته د  ۰۶/۰۲/۱۳۹۸ څخه تر ۳۰/۰۶/۱۳۹۸، نیټې پورې یعنې د ولسمشریزو ټاکنو څخه شپږ ورځې وړاندې باور لیکونه ورکول کیږي. د دغو بنسټونو له پاره د باور لیکونو ورکول چې په طرزالعمل او تګلارو کې یې وړاندوینه شوې په لاندې ډول دي: 

الف) د کاندیدانو له پاره د باور لیکونو ورکول                  

کمیسیون د هغو کاندیدانو له پاره باورلیکونه جوړ او چاپوي او د کمیسیون د مشر  په لاسلیک او مهر یې هغوی ته سپاري چې د کاندیدانو په وروستي نوملړ کې یې نومونه راغلي وي. هغه کاندیدان چې باورلیکونه تر لاسه کوي، حق لري چې خپل څارونکي د ټاکنو له بیلابیلو بهیرونو د نظارت په موخه د کمیسیون له خوا د تصویب شویو لوایحو او تګلارو سره سم وټاکي.

ب) د سیاسي ګوندونو له پاره د باور لیکونو د صادرولو شرطونه

د سیاسي ګوندونو د څارونکو له پاره د باور لیکونو ورکول، د هغو وړاندیز شویو لایحو او تګلارو له مخې کیږي چې کمیسیون وضع کړیدي، دغه شرطونه په لاندې ډول دي:

  1. په لیکلې بڼه د غوښتنلیک وړاندې کول (د څارنې د باورلیک د تر لاسه کولو په موخه) چې د ګوند د مشر یا واکمن استازي پرې لاسلیک کړی وي؛
  2. د سیاسي ګوند د هغه معتبره جواز وړاندې کول چې له شپږو میاشتو زیات یې د اعتبار نیټه پاتې وي؛ او
  3. د (۰۱) فورمې لاسلیکول او بشپړول او د [(۰۱) فورمې هغه معلومات چې د سیاسي ګوند سره تړاو لري.]
  4. د (۰۱) فورمې لاسلیکول او بشپړول اود [(۰۱) فورمې او سیاسي ګوند سره تړلي معلومات.]
  5. او د کړنلارې هغه  اصول [د (۰۱) فورمې هغه معلومات چې سیاسي ګوند سره تړاو لري.]

ج) د کتونکو له پاره د باور لیک د ورکولو شرطونه

د کتونکو له پاره د باور لیکونو صادرول (د مدني ټولنې هغه بنسټونه چې د ټاکنو او نړیوالو بنسټونو سره تړاو لري.) د هغو شرایطو په پام کې نیولو سره چې د باور لیکونو له پاره په طرزالعمل او تګلارو کې راغلی تر سره کیږي، دغه شرایط په لاندې ډول دي:

  1. په لیکلې بڼه د غوښتنلیک سپارل (د کتونکي له پاره د باور لیک په تړاو) چې د بنسټ د مشر لاسلیک پرې شوی وي او یا د بنسټ د واکمن استازي لاسلیک ولري؛
  2. د هغه جواز لرل چې د عدلیې، اطلاعاتو او فرهنګ او یا د اقتصاد وزارت له خوا ورکړل شوی وي او لږ تر لږه شپږ میاشتې یې د اعتبار موده پاتې وي؛
  3. د (۰۱) د فورمې بشپړول او لاسلیک چې د کمیسیون له خوا د ژمنلیک او تګلارو سره سمه وي؛
  4. د ټاکنو، ولسواکۍ، بشري حقونو، د ښځو سیاسي ټولنو، معلولینو او لږکیو یوه برخه د کتونکو په اساسنامه کې ځای لري او په دې تړاو وړاندوینه هم شویده؛
  5. د ځانګړې خپرونې او ویب پاڼې او په تشکیلاتو کې د یو یا څو کتونکو له پاره د بستونو لرل ؛
  6. د کتونکو له خوا کمیسیون ته د رپوټ وړاندې کول، د هغو بنسټونو له خوا چې په تیرو ټاکنو کې یې باورلیکونه تر لاسه کړي وو؛ او
  7. په افغانستان کې د پاتې کیدو او اقامې ویزې او د کار د جواز لرل (په دې شرط چې ورسره وي) او هغه نړیوالو کتونکو ته وښيي.

 د) رسنیو ته د باور لیکونو د صادرولو شرطونه

رسنیو ته د باورلیکونو صادرول د لایحو ، تګلارو او وړاندیز شویو شرایطو له مخې ترسره کیږي. دغه شرایط په لاندې توګه دي:

  1. د رپوټولو له پاره د باورلیک تر لاسه کول په لیکلې بڼه کیږی، خو چې د هماغه بنسټ د مشر یا واکمن استازي لاسلیک پرې شوی وي؛
  2. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت څخه یې جواز ترلاسه کړی وي؛ او
  3. د (۰۱) د فورمې لاسلیک کول او بشپړول او د [(۰۱) فورمې ډکول چې د رسنۍ په تړاو معلومات په کې راغلي وي.]

څارونکي، کتونکي او رسنیز بنسټونه کولای شي په حضوري توګه د کمیسیون د دارالانشاء د حقوقو په ریاست کې، په ولایتي دفترونو یا د آن لاین له طریقه د دغه ادرسه http://hq.iec.org.af/accreditation د باور لیک د تر لاسه کولو له پاره غوښتنلیک واستوي. بهرني خبریالان، ځانګړي میلمانه او نړیوال کتونکی کولای شي چې د کمیسیون د دارالانشاء د بهرنیو اړیکو له ریاسته په آن لاین توګه د کارت د تر لاسه کولو غوښتنه وکړي.

 د غوښتنلیک او بارو لیک د صادرولو بهیر:

  1. د باورلیک د ترلاسه کولو له پاره په لیکلې بڼه د غوښتنلیک استول او د (۰۱) فورمې بشپړول او لاسلیک کول د تګلارو سره سم اړین بریښي، څارونکي او کتونکی بنسټونه ژمن لیک هم باید لاسلیک کړي.
  2. د باورلیکونو د غوښتونکو د اسنادو ارزونه او د ډاډ تر لاسه کول چې اسناد په سمه توګه بشپړ شوي او د کمیسیون په واک کې ورکړل شوي وي.
  3. د کمیسیون په غونډه کې د غوښتونکو پر اسنادو پریکړه تر څیړنو وروسته کیږي چې باورلیک ورکړل شي که نه؟
  4. په شرایطو د برابرو غوښتونکو له پاره د باورلیکونو برابرول. په دغه پړاو کې اړونده څانګې، باورلیکونه جوړوي او د کمیسیون د ریس له لاسلیکولو وروسته یې اړونده بنسټ ته سپاري.
  5. د باور لیکونو د ویش سره هم مهاله د باور لیکونو صادرول په آن لاین بڼه د کارونکو په حساب (User) او (Password) چې د هماغه کس په شان بنسټونو ته هم جوړیږي. هغه بنسټ چې باورلیک لري، کولای شي د همدغه حساب له مخې د استازو په تړاو معلومات او د ( څارونکو، کتونکو، خبریالانو، او همغږی کونکو) په اړه معلومات په سیستم کې ثبت کړي او د څارونکو یا کتونکو له پاره کارټونه جوړ او چاپ کړي.
  6. د باور لیکونکو لرونکی بنسټونه باید د مهر او تصدیق له پاره چاپ شوي کارټونه په کابل کې مرکزي دفتر یا (د ولایتی دفترونو اړونده څانګې) ته د کمیسیون ولایتی دفترونو ته ورشي. دغه کارتونه له تائید وروسته د تګلارو له مخې د اعتبار وړ دي او د بنسټونو له خوا د هغوی پر استازیو ویشل کیږي.
  7. کمیسیون د نړیوالو کتونکو د پیژنګلوۍ کارټونه په (انفرادي) توګه چاپ، تصدیق او مهر پرې لګوي.
  8. باورلیکونه او ویشل شوي کارتونه یوازې د ولسمشریزو ټاکنو پر مهال اعتبار لري، خو چې په اړه یې  د کمیسیون له خوا بله پریکړه و نه شي.

په دې اړه نور اړونده اسناد  

د باورلیکونو لایحه او تګلاره، د پیژنګلوۍ د کارټونو صادرول، د باورلیکونو او پيژنګلوۍ د کارتونو تخنیکي لارښونې او د څارونکو، کتونکو او ځانګړو میلمنو له پاره د کارتونو ویش په تخنیکی برخو کې راځي.

 

ستاسو رایه، ستاسو راتلونکې

د زیاتو معلوماتو د ترلاسه کولو له پاره ۱۹۰ شمیرې ته زنګ ووهئ

 

 معلوماتي پاڼه ۱۰