د ۱۳۹۸ کال ټاکنې

انځورونه

Tweets by @AfghanistanIEC

روڼوالی او په کاري بهیر کې د ترسره شویو کارونو په اړه ځواب ورکول په ټولو بنسټونو کې یو منل شوی اصل دی. د ټاکنو خپلواک کمیسیون هم په خپلو ترسره شویو چارو کې همدغه اصل ته په کتو د هیودوالو له پاره روڼوالی له پامه نه دی غورځولی او تل په دې برخه کې ځواب ورکولو ته چمتوالی لري. په 1383 لمریز کال کې د لومړي ځل له پاره د ټاکنو قانون جوړ شو چې وروسته بیا د ولسمشر له خوا توشیح هم شو، او په هیواد کې د لومړي ځل له پاره ټاکنې د ملګرو ملتونو د دفتر په همکارۍ تر سره شوې د ولسمشریزو او پارلماني لومړنیو ټاکنو د ترسره کیدو له پاره په 1384کال کې « د ټاکنو د تنظیمولو ګډ دفتر» جوړ شو چې بهرنیو او کورنیو کارکونکو په کې دنده تر سره کوله چې بیا په همدغه کال یې د ولسي جرګې ټاکنې هم ترسره کړې. د ټاکنو دغه ګډ کمیسیون د ولسي جرګې د ټاکنو تر پایه خپلې چارې پر مخ وړلې، وروسته بیا منحل او د افغانستان د اساسي قانون د 156 مادې له مخې د ټاکنو کمیسیون په هیواد کې د هر ډول ټاکنو او د خلکو رایو ته د درناوي په موخه جوړ شو چې د ټولو ټاکنیزو چارو د تنظیم چارې پر مخ بیايي او دندې او واکونه یې د ټاکنو په قانون کې جوت شویدې.

د ټاکنیزو سرغړونو او درغلیو د مخنیوي له پاره د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون جوړ او د قانون سره سم عمل کوي. هغه موضوع ګانې چې د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون په واکونو کې وي ټول شته اعتراضونه او شکایتونه څیړي او د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ټاکنو په بهیر کې د روڼوالي او د افغانستان خلکو ته د ریښتیني حساب ورکولو په اړه یو لړ ګامونه اخلي چې د ټاکنو د سلامتیا له پاره ګټور دي. د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ټاکنو په ټولو پړاونو کې روڼتیا، ځواب ورکول او د افغانستان خلکو ته د اطلاعاتو رسولو په چاره کې ژمن دی او لاندې اسانتیاوې یې په پام کې نیولي چې خلک د ټاکنو په بهیر لا ډاډمن شي:

  • د کمیسیون په مرکزي او ولایتي دفترونو کې د داسې کارکونکو د ګومارلو هڅه چې د ټاکنو د روڼوالي تضمینونکي وي؛
  • د کاري بهیر په اړه رپوټ ورکول ټولو خلکو ته د رسنیو له لارې؛
  • د ټاکنو ټولو ملاتړ کونکو او نورو دخیلو خواو سره د منظمو ناستو تنظیمول (کتونکي،څارونکي، سیاسي ګوندونه او رسنۍ) او د دغو اړخونو د ټولو وړاندیزونو او نظریاتو اوریدل او هغه په پام کې نیول؛
  • د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د اطلاعاتو او عامه پوهاوی ریاست د ټولو کورنیو او بهرنیو رسنیو فعالیتونه څاري او په منظمه توګه له هغو ځینې څارنه کوي.؛
  • د ټولو خلکو ( رای ورکونکو، کاندیدانو، اړونده بنسټونو او رسنیو) له پاره د معلوماتي او عامه پوهاوي د پروګرامونو زیاتول؛
  • اړونده اړخونو او بنسټونو ته زمینه برابرول چې د کمیسیون له جلسو ځینې څارنه او کتنه وکړي؛
  • د ټاکنو د قانون د (89) مادې له مخې کمیسیون د ټولو ټاکنیزو بهیرونو څارنه کوي که هغه مخکې له ټاکنو وي او یا هم وروسته له ټاکنو، دا رنګه د ټاکنو د لومړنیو او وروستیو پایلو اعلانول د رسنیو له لارې چې ټول خلک پرې خبر شي؛
  • په هیواد کې د لومړي ځل له پاره د رای ورکونکو نوملړ په پام کې نیول شوی او د ټولو رای ورکونکو نومونه په هغه کې ثبت شویدي، د ټاکنو پر ورځ په نوملړ کې د نومونو پر بنسټ عمل کیږي؛
  • د ټاکنو پر ورځ د بایو متریک ماشینونو ځینې کار اخیستنه چې د تکراري رای ورکولو مخه نیسي او درغل کسان په نښه کوي.