د ۱۳۹۸ کال ټاکنې

انځورونه

Tweets by @AfghanistanIEC

د افغانستان ټاکنو خپلواک کميسيون په ۱۳۸۴ کال کې ايجاد شو. د اساسي قانون د ۱۵۶مې مادې مطابق، د ټاکنو د ټولو ډولونو او ټولپوښتنې د ادارې او څارنې صلاحيت لري. د ټاکنو د خپلواک کميسيون دندې او مسؤوليتونه د ټاکنو د خپلواک کميسيون او د ټاکنيزو شکايتونو د مرکزي کميسيون د تشکيلاتو، دندو او صلاحيتونو په قانون کې، چې ملي شورا تصويب کړی، د هغه وخت جمهور رئيس جلالتمأب حامد کرزي د ۱۳۹۲ کال په جوزا کې تأييد او توشيح کړ.

د ټاکنو د خپلواک کميسيون د کميشنرانو بورډ عموما د پاليسي جوړولو مسؤوليت لري. د ټاکنو اعتبار باندې د ډاډه کېدا اقدامات تصويبوي او د ټاکنو د خپلواک کميسيون د دارالانشاء چارې څاري چې د ټاکنو تخنيکي او عملياتي بهير تطبيقوي.

د کمیسیون د ریاست مقام د رییس، مرستیال او منشي په ګډون اووه غړي لري. همدارنګه د ریاست د مقام تر اثر لاندې ستر، حقوقي، اداري او بهرنیو چارو مشاوریتونه او د داخلي تفتیش، نظارت او ارزیابۍ او دفتر ریاستونه موقعیت لري.

د کمیسیون دارالانشا د ټاکنو د پروسې اجرايي او عملیاتي برخې پر مخ بیايي. د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دارالانشا په جوړښت کې درې معاونیتونه( عملیاتي، د ستراتیژیکو اړیکو او مالي او اداري) ځای لري. دیارلس ریاستونه په مرکزي دفتر کې د یادو معاونیتونو او ۳۴ریاستونه د دارالانشا د عمومي ریاست تر اثر لاندې د زونونو او ولایتونو په کچه دایمي فعالیت کوي.

دارالانشاء د ټاکنو د خپلواک کميسيون اجرائي مټ او بازو دی او د همدغه کميسيون د معينې پاليسۍ په چوکاټ کې ټاکنيز عمليات تطبيقوي. دارالانشاء يو رئيس لري چې د ټاکنو خپلواک کميسيون يې د متخصصو کانديدانو له ټوله جمهور رئيس ته وړاندېزوي او جمهور رئيس يې بيا د تقرر فرمان ورکوي.

لاندېنی چارټ د ټاکنو د خپلواک کميسيون او د هغه د دارالانشاء اداري جوړښت راښيي:

د کميسيون جوړښت