د ۱۳۹۸ کال ټاکنې

انځورونه

د ټاکنو په بهير کې د ښځو د رغنده ونډې په تړاو د همغږۍ غونډه جوړه شوه

د ټاکنو د خپلواک کميسيون مشرې ميرمن حوا علم نورستانۍ د دغې ناستې موخه په ټاکنو کې د ميرمنو پراخه ونډه په ګوته کړه او زياته يې کړه، “میرمنې د تاريخ په اوږدو کې د ستونزو په هوارولو کې برلاسه وې او تل د خپلې ټولنې د نيکمرغۍ او سوکالۍ له پاره مخکښې پاتې شويدي. دا رنګه يې د کميسيون د يوې مياشتې په ترسره شويو چارو او لاس ته راوړنو رڼا واچوله، هغې او زياته يې کړه، له هغه وخته چې د کميسيون مشري ورتر غاړې شوې د نورو محترمو کميشنر صاحبانو په ملاتړ او همکارۍ يې عملياتي پلان، د ګومارلو د تګلارې تصويب، د اداري اصلاحاتو له کميسيون سره د تفاهم ليک لاسليکول، د ټاکنو د ترسره کولو د بودجې تصويب او حکومت ته يې سپارل، د بايومتريک سيستم طرحه او د سياسي ګوندونو او نورو اړونده بنسټونو سر ناستې هغه څه وو چې په همدغه موده کې ترسره شويدي. هغې دا رنګه وويل “ميرمنې هيڅکله هم په ويجاړيو او ورانولو کې ښکيلې نه وې، خو په ودانولو او بيا رغولو په چارو کې له هر چا څخه برلاسې دي، د ټاکنو په برخه کې خلکو ته عامه پوهاوی زموږ او تاسو ټولو دنده ده."

دغه راز د ټاکنيزو شکايتونود کميسيون مشرې ميرمن زهره بيان شینواری هم خبرې وکړې او د ولسي جرګې په ټاکنو کې د پاتې ولايتونو د پايلو په اړه يې معلومات وړاندې کړل.

په غونډه کې د ښځو چارو وزارت مرستيالې سپوږمۍ وردګ د دغې غونډې له جوړيدو خوښي څرګنده کړه او زياته يې کړه، "د ټاکنو په خپلواک کميسيون کې د اوسنۍ رهبرۍ په شتون ډاډمنه يم چې د ټاکنو پايلې به رڼې وي، د ښځو چارو وزارت ستاسو سره څنګ په څنګ ولاړ دی او په  ۲۲۴ ولسواليو کې د عامه پوهاوي پلان جوړ شوی او موږ د ټاکنو او سولې په اړه ځانګړي پروګرامونه لرو".

 د آجندا سره سم برخه والو په ټاکنو کې د ميرمنو د پراخه ونډې اخيستو هم  د کانديدانو، هم د ټاکنو د بهير د کارکونکو او هم د رای ورکونکو په توګه، د ميرمنو له باره په امنيتي او اقتصادي ننګونو خبرې اترې وکړې.

 د دغې غونډې په پای کې د ټاکنو د کميسيون کميشنرې رحیمه ظریفي  له ګډونوالو او رسنيو له راتګه مننه وکړه او ژمنه يې وکړه چې په ناسته کې به ټولو نظرونو او وړانديزونو ته په خپلو کاري تګلارو کې ځای ورکوي.  

 د يادولو وړ ده چې دغه غونډه د ټاکنو د خپلواک کميسيون د جندر د برخې په مديريت د پارک سټار په هوټل کې د روان کال د وري په پنځه ويشتمه نيټه جوړه شوې وه چې د ټاکنو د دواړو کميسيونونو د چارواکو او کارکونکو سربيره د ښځو چارو او  اطلاعات او فرهنګ وزارتونو، بشري حقونو خپلواک کمیسیون، کورنيو چارو او پوهنې وزارتونو، د ميرمنو شبکې، د ټاکنو د څارونکو بنسټونو، د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې وزارت، د لومړۍ ميرمنې د دفتر او يو شمير نورو ادارو او د مدني ټولنې د بنسټونو چارواکو او کارکونکو ته بلنه ورکړل شوې وه.

ټاکنې او میرمنو

ټاکنې هغه ټولنیزه پدیده ده چې هر وګړی چې په شرایطو برابر وي، پرته له قامي، جنسیتي، مذهبي او نورو تړاونو څخه کولای شي په کې برخه واخلي. نن سبا د نړۍ په هر ګوټ کې ټاکنې منل شوې پدیده ده چې پر مټ یې د خلکو اراده تمثیلیږي او هر کس دا حق میندلای شي چې د خپلې راتلونکې او یا په بله وینا د خپل برخلیک په ټاکلو کې ونډه واخلي، دا هغه منل شوې تګلاره ده چې پرته له کوم زور او جبره د دولتي ادارو مشران او یا هم ولسي استازي د خلکو په رایو ټاکل کیږي او ملي شورا ته لاره مومي. که پخوا د ولس مشران د زور، جبر او وینو بهولو له لارې واک ته رسیدل، نن ورځ د رایو په کارولو سره په مسالمت امیزه توګه هر کس حق لري خپل مشر او زعیم پرته د وینې بهولو څخه وټاکي.

له همدې امله په ټاکنو کې د ټولو قشرونو ونډه اخیستنه که هغه ښځينه وي که نارینه، که ګوندي وي یا غیر ګوندي نه یوازې دا چې ضروري او اړینه ده بلکې ارزښت یې په دې کې دی چې د حکومت په ټاکلو او ملی شورا ته د خپلو استازو په ګومارلو کې خپله اراده تمثیلوي، چې دغه څه د هر هیواد او هر ملت له پاره د زیات ارزښت وړ خبره ده.

زموږ په ټولنه کې چې ښځې یې نیمايي برخه جوړوي دا حق لري چې د هیواد په سیاسي چارو او سیاسي برخلیک کې د نارینه و سره سمه نیمايي ونډه واخلي. له همدې امله د افغانستان د اسلامي جمهوریت په نافذه قوانینو کې په تیره بیا په اساسي قانون کې داسې مادو ته ځای ورکړل شوی چې پر بنسټ یې میرمنې کولای شي د هیواد په ټولو سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو او ټاکنو په بهیر کې رغنده ونډه واخلي. د دغې موضوع د لا روښانتیا له پاره به په لنډه توګه د اسلام د مبین دین او د اساسي قانون له نظره به د میرمنو په سیاسي حقونو تم شو.

په اسلام کې د ښځو سیاسي حقونه

د اسلامي شریعت له نظره چې وايي ټول انسانان د ادم علیه سلام اولاده ده، نو د هغوی په منځ کې چې له هر رنګ او جنس څخه وي، تمیز او توپیر نه شته، یواځینی شی چې یو انسان له بله برتري پیدا کوي هغه تقوی او هغه اعمال دي چې هم په اسلامي شریعت او هم په انساني کراماتو کې یو انسان له بله برتر کولای شي. پاک رب العزت په خپل کتاب کې فرمايي: يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّا خَلَقْنَاكُمْ مِنْ ذَكَرٍ وَأُنْثَىٰ وَجَعَلْنَاكُمْ شُعُوبًا وَقَبَائِلَ لِتَعَارَفُوا ۚ إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِنْدَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ ۚ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ خَبِيرٌ. (ای خلکو! ما له یوه نارینه او یوې ښځې نه پیدا کړئ، په طایفو او قبیلو مې وویشلئ چې یو بل وپیژنئ، خو خدای تعالی ته منلی او ښاغلی هغه کس دی چې تقوی یې ډیره وي، خدای پاک دانا او خبیر دی.) (حجرات آیه ۱۳).

دا رنګه رب العزت د اسلامي ټولنې ستر مسولیت چې هغه امر باالمعروف او نهی عن المنکر دي د نارینه او ښځينه و په غاړه ایښی، پاک رب فرمايي: وَالْمُؤْمِنُونَ وَالْمُؤْمِنَاتُ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ يَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَيُقِيمُونَ الصَّلَاةَ وَيُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَيُطِيعُونَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ أُولَئِكَ سَيَرْحَمُهُمُ اللَّهُ إِنَّ اللَّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌ. (با ایمانه ښځې او نارینه د یو بل ملګري او خواخوږي دي، امر باالمعروف او نهی عن المنکر په پام کې نیسي، لمونځونه کوي، ذکات ورکوي او د پاک رب العزت او حضرت محمد مصطفی اطاعت پر ځای کوي، پاک خدای هغوی ډیر ژر په خپل رحمت نازوي، پاک رب العزت توانمند او حکیم دی). (التوبه آیه ۷۱)

دا رنګه پیغمبر ص په یوه حدیث کې چې احمد، ترمزی، ابوداوود او دارامي نقل کړی فرمایي چې: (ښځې د نارینه و انډولې دي.) نو له دې نه داسې ښکاري چې په اسلامي تعلیماتو کې د نارینه او ښځې تر منځ هیڅ ډول تبعیض نه شته. اسلام لومړنی دین دی چې ښځو ته یې د سیاسي فعالیتونو حق ورکړی. نو د اسلام د مبین دین له ظهوره وروسته د لومړي ځل له پاره ښځو دا حق تر لاسه کړ چې د بیعت په ورکولو یا (د مشر او واکدارپه ټاکلو) دا رنګه په جهاد او هجرت کې د نارینه و په شان ونډه واخلي، په دې اړه کیدای شي چې د بي بي عایشې صدیقې یادونه وشي چې له پیغمبر ص څخه یې شاوخوا زر حدیثونه روایت کړي او تل یې هڅه کوله چې ښځو ته د اسلامي قوانینو او مقرراتو په اړه معلومات ورکړي. دا رنګه د بي بي خدیجه، بي بي فاطمه الزهرا او بي بي زینب هغه میرمنې وې چې په بیلابیلو سیاسي او ټولنیزو چارو کې یې رغنده ونډه لرله.

اسلامي تاریخ په ډیرو سیاسي او ټولنیزو چارو کې د ښځو د ګډون په تړاو ډیرې بیلګې لري. په یوه روایت کې راغلي چې حضرت (رض) د خپل خلافت پر مهال د یوې میرمنې تر نیوکې لاندې راځي وروسته چې حضرت عمر(رض) پوهیږي چې د هغې میرمنې رأیه سمه ده، خلکو ته په خطاب کې وايي: د دغې میرمنې رأیه سمه ده، او زما رأیه نا سمه وه. نو له دې نه داسې ښکاري چې د اسلام مبین دین نه یوازې په سیاسي، ټولنیزو او اقتصادي برخو کې ښځو ته محدودیتونه نه دی وضعه کړي، بلکې په دغو چارو کې یې د هغوی ننګه او ملاتړ هم کړیدی. نو مسلمانو او مومنو میرمنو ته په کار ده چې د هیواد په ټولو سیاسي، ټولنیزو او اقتصادي چارو کې خپله ونډه په ښه توګه ادا کړي.

د افغانستان په اساسي قانون کې د ښځو حقونه

په ټولنیزو چارو کې د ښځو ونډه نوې خبره نه ده، د هیواد په بیلابیلو تاریخي پړاونو کې ښځو په بیلابیلو سیاسي او ټولنیزو مسایلو لکه ټاکنو کې پراخه ونډه اخیستې ده، کله چې په ۱۳۴۳ کال کې د هیواد لومړنی اساسي قانون تصویب شو، نو د میرمنو له پاره یې په سیاسي او ټولنیزو برخو کې پراخه فرصتونه برابر کړل. له هغه مهاله وروسته ښځو ته په ملي شورا او دولتي ادارو کې څوکۍ بیلې شوې.

د افغانستان د اساسي قانون په ۲۲ مه ماده کې چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ټولو وګړو د اساسي حقونو په اړه دی داسې راغلي دي: «د افغانستان د اتباعو تر منځ هر ډول تبعیض منع دی، د افغانستان خلک که ښځینه وي که نارینه د قانون پر وړاندې مساوي حقونه او وجایب لري». دا رنګه اساسي قانون د هغه حدیث په تړاو چې ویل شوی: «طلب العلم فريضة على كل مسلم ومسلمة» ژباړه: د علم زده کړه په نارینه او ښځینه فرض ده، دا رنګه د ښځو د تعلیم او زده کړو په اړه د اساسي قانون په ۴۴ ماده کې داسې ویل شویدي: «دولت مکلف دی د ښځو زده کړو د پراختیا او توازن د ایجاد په منظورد کوچیانو د زده کړو د ښه والي او په هیواد کې د بیسوادۍ د له منځه وړلو له پاره اغیزمن پروګرامونه طرح او تطبیق کړي».

دا رنګه اساسي قانون او د ټاکنو په قانون کې د نورو امتیازاتو تر څنګ ښځو ته په ملي شورا کې  یو شمیر څوکۍ بیلې شویدي. د بیلګې په توګه د اساسي قانون د ۸۳ مادې پر بنسټ په ولسي جرګه کې د ښځو د غړیتوب په تړاو داسې حکم شویدی: «د ولسي جرګې غړي د خلکو د ازادو، عمومي، پټو او مستقیمو انتخاباتو له لارې انتخابیږي، د ټاکنو په قانون کې باید داسې تدبیرونه ونیول شي چې د هر ولایت د نفوسو په تناسب له ولایته باید لږ تر لږه دوه میرمنې غړیتوب ولري». د اساسي قانون ۸۴ مادې ولسمشر مکلف کړی چې د مشرانو جرګې له یوه ثلث څخه چې د ولسمشر له خوا ټاکل کیږي باید نیمايی هغه یې میرمنې وي.

له دغو ټولو داسې ښکاري چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت په ټولو نافذه قوانینو کې د ښځو ونډه په بیلابیلو سیاسي، ټولنیزو او اقتصادي برخو کې جوته کړې او د هغوی له پاره یې لازمې اسانتیاوې په پام کې نیولې دي، د ټاکنو پر ورځ یې ځانګړي مرکزونه ورته په پام کې نیولي چې ټولې کارکونکې یې هم ښځینه دي.

په سیاسي او مهمو ملي پروسو کې د ښځو د ونډې اخیستنې شمیرې

د طالبانو د رژیم تر ړنګیدو وروسته ښځو دا فرصت بیاموند چې په ټولو سیاسي او ټولنیزو چارو کې د نارینه و سره اوږه په اوږه ونډه واخلي چې له ډلې یې دغه پروسې د یادولو وړ دي:

  • د اساسي قانون په لویه جرګه کې د ۵۰۲ تنو استازو څخه ۱۰۱ میرمنو برخه اخیستې وه؛
  • د ولسمشریزو ټاکنو پر مهال ۴۲ سلنه یې میرمنې وې چې خپلې رایې یې کارولې وې؛
  • د ملي شورا په ټاکنو کې بیا ۴۴ سلنه؛
  • او د ملي شورا په ټاکنو کې چې ۵۸۰۰ کسانو ځانونه کاندید کړي وو، له ډلې یې ۶۰۰ تنه میرمنې وې؛

په ولسي جرګه کې په ۲۴۹ څوکیو کې ۶۸ یې ښځو ته ځانګړې شویدي.