د ۱۳۹۸ کال ټاکنې

انځورونه

Tweets by @AfghanistanIEC

حوا علم نورستانۍ د حاجي پاینده محمد خان توره خېل لور، د فیض محمد خان لمسۍ او د سپهسالار محمدعلم خان کړوسۍ ده چې د ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍ په یوه مشهوره او بانفوذه کورنۍ کې زېږېدلې ده.

زده کړې

حوا علم نورستانۍ لومړنۍ او ثانوي زده کړې په ننګرهار کې کړي دي. د لسانس سند یې د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو له پوهنځي اخیستی او د نړیوالو اړیکو په برخه کې ماسټري لري.

کاري مخینه

مېرمن نورستانۍ ۳۴کاله پر بېلابېلو دولتي او مافوق رتبه بستونو کار کړی. د دې تر څنګ په بېلابېلو ملي او نړیوالو بنسټونو کې هم د خدمت ویاړ لري.

 نوموړې شل کاله د قومونو او قبایلو په وزارت کې د جرګې رادیو خبریاله وه. د افغانستان د ملي رادیو تلویزیون د نطاقې، د مېرمن مجلې د مسوولې مدیرې، د ښځو چارو وزارت د نشراتو د رییسې او د ارشادالنسوان جریدې د مهتممې په توګه یې هم دندې ترسره کړې دي.

 مېرمن نورستانۍ د ولسي جرګې په پنځه لسمه دوره کې د نورستان د شریفو خلکو استازې وه او دلته یې بېلابېلې دندې ترسره کړي؛ لکه د نړیوالو اړیکو د کمیسیون منشي، د بشري حقوقو د کمیسیون کمیشنره، د سولې عالي شورا غړې، اطلاعاتو ته د لاسرسي د کمیسیون رییسه او د رسنیو د سرغړونو د کمیسیون غړې.

نوموړې د عنعنوي لویې جرګې د جوړولو د کمیسیون پر غړیتوب سربېره په ټولو جرګو کې ګډون لاره او د افغانستان د خلکو د پرمختګ  او هوساینې په برخه کې یې مهم رول لوبولی دی. آغلې نورستانۍ د ښځو د حقوقو د خوندیتوب، د تاوتریخوالي د کمولو، د سولې د تامین او نورو چارو لپاره تر پنځه ویشتو زیاتو هېوادونو ته سفرونه کړي او د دغو ماموریتونو پر وخت د لوړپوړو چارواکو لخوا ستایل شوې او قدرداني یې شوې ده.

مېرمن نورستانۍ په شعر او ادب کې هم لوی لاس لري او په دې برخه کې یې د خپلو خلکو مصیبتونه او مظلومیتونه انځور کړي دي.

آغلې نورستانۍ له خپل هېواد سره د مینې او علاقې په خاطر په هر ډول وضعیت او شرایطو کې په هېواد کې پاتې شوې او کله یې هم له هېواده بهر ژوند نه دی کړی. 

په نړیوالو کنفرانسونو کې ګډون

مېرمن حوا علم نورستانۍ په ډېرو هغو مجلسونو او کنفرانسونو کې د یوې مېرمنې او افغانو ښځو په استازیتوب مهم رول لوبولی چې په هېواد کې دننه او بهر د سیاسي او ټولنیز وضعیت، سولې او په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو په برخه کې جوړ شوي وو، چې ځینې یې په لاندې ډول دي:

  • د مسکو په کنفرانس کې ګډون چې په هېواد کې د سولې د راتګ په اړه جوړ شوی و.
  • د مسکو کنفرانس د سولې په پروسه کې ګډون
  • د هایلنډ کنفرانس د سولې په پروسه کې ګډون
  • د پاکستان کنفرانس د سولې په پروسه کې ګډون
  • د المان کنفرانس د سولې په پروسه کې ګډون
  • د مدني ټولنې په اړه د فلپین په کنفرانس کې ګډون
  • په ټایلنډ کې د ایشیا پاسفیک په کنفرانس کې ګډون