د ۱۳۹۸ کال ټاکنې

انځورونه

Tweets by @AfghanistanIEC

حوا علم نورستانۍ د حاجي پاینده محمد خان توره خېل لور، د فیض محمد خان لمسۍ او د سپهسالار محمدعلم خان کړوسۍ ده چې د ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍ په یوه مشهوره او بانفوذه کورنۍ کې زېږېدلې ده.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ولسمشریزو ټاکنو د دایریدو په دُرشل کې دی، ددې لپاره چې شفافیت، توکو د برابرولو او تدارکاتو پروسې ته سرعت او د باکیفیته خدماتو وړاندې کولو د اصولو رعایتولو سره هغه علاقه مندې کمپنۍ او معتبر شرکتونه چې الکترونیکي آسانتیاوې ولري او د لاندې شرایطو سره کاري تجربه هم لري، ثبت او راجستر شي تر څو آزاد رقابت ته زمینه برابره او کارونه په اصولي او قانوني شکل تعقیب شي. 

کمپنیو، ساختماني شرکتونو، لوژستیکي، ترانسپورتي، تکنالوژي او د مشورتي او غیر مشورتي خدماتو وړاندې کوونکو د درخواستۍ شرطونه:

  1. د آپډیټ قانوني جواز درلودونکی وي.
  2. د کابل ښار په سطحه فعال دفترونه ولري.
  3. دولتي اداراتو سره کاري تجربه ولري.
  4. د مربوطه ادارو سره پر مجازاتو یا محرومیت باندې تورن نه وي.
  5. په هر او کم وخت کې د توکو او خدماتو د برابرولو تواناني ولري.
  6. د اداري اسنادو د حواله جاتو پروسې طې کولو تواناني او حوصله ولري.
  7. د توکو او خدماتو برابرولو لپاره مالي تواناني له پیسو له ورکولو وړاندې د پیشکي په شکل ولري.
  8. په افغانستان کې د کمو خو حقیقي قیمتونه په نظر کې نیولو سره توکې او خدمات په هماغه قیمت برابرولو تواناني ولري.
  9. د شرکت مالي باید حساب تصفیه وي. 

له واجد شرایط کمپنیو او شرکتونو څخه هیله کېږي چې د پورته لازمو نقاطو په نظر کې نیولو سره درخواستونه، د جواز کاپي، د فعالیت آدرس او د اړیکو شمیره د الکترونکي آدرس This email address is being protected from spambots. You need JavaScript enabled to view it. ددې اعلان له نشر ۷ ورځو پورې راولیږئ، له ارزیابۍ وروسته زمونږ تخنیکي ټیم له تاسې سره د فعالیت پیلولو لپاره په اړیکه کې کیږي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون ژمن دی چې چارو کې د لاښه پر مختګ له پاره په تشو بستونوکې د آزادې سیالۍ له لاري وړ کسان وګماری. د بشری منابع ریاست د کارکونکوګمارنې ملکی خدمتونو د طرزالعمل سره سم د ټاکنو خپلواک کمیسیون محترم مقام په منظورۍ او د دارالانشا، عمومی ریاست په  لارښوونېد ټاکنو خپلواک کمیسیون مرکزی دفتر او ولایتی د فترونو کمبود بستونه د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویب پاڼې، د کمیسیون فیسبوک، او د اراي اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون د ویب پانې له لارې اعلان ته سپاري. یاد بستونو ته په شرایطو برابر کسان دې خپل غوښتنلیکونه را واستوي او د بشری منابع ریاست کې ثبتیږي.د اعلان د پای نیټې نه وروسته د ټاکنو خپلواک کمیسیون د کارکونکو ګمارنې کمیټه تعیینوي او د شارت لیست بهیر د ازموینې کمیټې غړو ، څارونکي ماهراو د ملکي خدمتونو او ګمارنې محترم بورد ، لخوا ترسره کیږي. په شرایطوو برابرو کسانو نومونه به له شارت لېست کېدو وروستهد ټاکنو خپلواک کمیسیون د ویب پاڼې څخه خپاره شي.

د غوښتنلیکونو  شارت لیست د پای نه وروسته، هغو داوطلبانو ته چې شارت لست شوي نه وي او کمیسیون ویب پاڼې خپورشوی اعلان څخه  ۴۸ ساعتو وروسته، د اداري اصلاحاتوخپلواک کمیسیون شکایتونو بورد کې د شکایت ثبتولو حق ورکول کیږي. وروسته د شکایتونو د څیړونو او مکتوبونو ځوابولو د شکایاتو د ارزولو د محترم بوردکارکوونکو د ګمارنې طرحې سره سم په شرایطو برابر کسانو څخه، تحریری ازموینې او مرکې اخیستل کیږي. بشری منابع د دارالانشا، په حکم سره د ازموینې کمیټه جوړوي. د ازموینې کميټه د پوښتنو چمتو کول او انتخاب تحریری امتحان او مرکې طی مراحل او د ازموینې د پایلو اعلانولومسولیت لري. دازموینې کمیټي د تحریری او تقریری ازموینې او ارزونې نه وروسته د برياليو کانديدانو تشخیص او تقرر د هېواد د نافذه قوانینو پربنسټ، اجراآت ترسره کیږي.

د ازموینې بهیر څخه څارنه

د ټاکنو د کمیسیون د دايمي کارمندانو د ګمارنې په بهیر کې د شفافیت ساتلو لپاره، دواړه کمیسیونونه (د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمیسیون او د ټاکنو خپلواک کمیسیون) څارونکي استازي د ازموینې د پیل څخه تر پایهپورې د پروسې څارنه کوي. د ګمارنې او کاندیدانو ازموینې او مرکې پرمخوړلو مسولیت د مرکې او ازموینې کمیټې پرغاړه دي.