شخصي معلومات:
نوم: رحیمه ظریفي
د پلار نوم: محمد جمعه
اصلي استوګنځی: د بلخ ولایت، خلم ولسوالي. ۲۲کاله یې د بغلان ولایت په پلخمري ښار کې ژوند کړی.
زده کړې:
په (۱۳۹۱ـ ۱۳۹۴ل.ل) کلو کې یې د طلوع افتاب د لوړو زده کړو د موسسې د اقتصاد له پوهنځي د لیسانس سند اخیستی.
په (۱۳۸۸ـ ۱۳۹۰ل.ل) کلو کې یې په پلخمري ښار کې د بغلان فرهنګ په ښوونیز انستیتیوت کې د محاسبې برخه لوستې.
په (۱۳۶۴ل.ل) کې د کندز د نجونو له مرکزي لېسې عمومي اولنومره فارغه شوې.
په (۱۳۸۸ل.ل) کې یې د اداري اصلاحاتو د مدیریت او رهبرۍ شپږ میاشتنۍ کورس لوستی.
کاري تجربه:
د (۱۳۹۷ل.ل) د کب (حوت) په دوولسمه نېټه د ټاکنو د خپلواک کمیسیون کمیشنره وټاکل شوه.
له (۱۳۹۵ل.ل) نه تر (۱۳۹۷ل.ل) پورې په کندهار، بغلان او کاپیسا کې د سولې د عالي شورا لخوا د سولې د میندو د شبکې مسووله وه او د دغې شبکې پر کاري میکانیزم یې کار کاوه.
د ولایتونو د فعالو ښځو په ګډون یې د سولې د میندو شبکه جوړه کړه.
د سولې په پروسه کې د ښځو د فعالانو د ظرفیت لوړولو او شبکې د پیاوړتیا په موخه له ښځينه فعالانو سره د ناستو برابرول.
له (۱۳۹۱ل.ل)نه تر (۱۳۹۵ل.ل) پورې د ښځو چارو وزارت د پلان او پالیسۍ رییسه وه.
په مرکز او ولایتونو کې د پلانونو او راپورونو د برابرولو او توحید د راټولولو همغږي، کنترول او څارنه.
د ښځو په پروګرامونو کې په ملي او نړیواله کچه د ناستو، سفرونو، راپورونو، کنوانسیونونو، ملي او نړیوالو ورځو د نمانځلو، لیدنو، د وزارت د رهبرۍ او مرستو د جلب همغږي او تنظیم.
د وزارت فعالیتونو ته د رسنیو له لارې په ملي او نړیواله کچه انعکاس ورکول.
د پلان او پالیسۍ په ریاست کې ترسره کړي کارونه:
- د افغانستان ښځو ته د ملي کاري پلان د درېیو دورونو د نظارتي راپورونو جوړول.
- د جندر له نظره د پالیسیو د لارښود جوړول.
- د وزارت د ستراتېژیک پلان جوړول
- د وزارت د کلنیو راپورونو او پلانونو جوړول
- له ملي او نړیوالو بنسټونو سره د (۶۵) هوکړه لیکونو لاسلیک کول.
- د افغانستان ښځو ته د پروګرامونو د پلي کولو لپاره د همغږۍ د رامنځته کولو په موخه د (۲۰۰)انجوګانو ثبتول.
- په ټاکنو کې د ښځو د فعال ګډون په موخه د پالیسۍ جوړول
له (۱۳۸۷ل.ل) نه تر (۱۳۹۱ل.ل) پورې د بغلان ولایت د ښځو چارو د ریاست پر مهال:
- ښځو ته د کاري فرصتونو د زمینې برابرول.
- د کلیوالو ښځو د بېوزلۍ د کچې د راټیټولو په برخه کې هڅې.
- د ښځو د حقونو په اړه د خلکو د عامه پوهاوي د کچې لوړول.
- له عدلي او قضايي ارګانونو سره په همغږۍ د سحرګل او فهیمې پر وړاندې د تاوتریخوالي د قضیې په ګډون د ۱۰۰۰حقوقي قضیو حل کول.
- د ښځو لپاره د پراختیايي پروګرامونو د پلي کولو لپاره له مرسته کوونکو بنسټونو سره همغږي.
- له کلیوالو ښځو سره د اړیکو ټینګولو په برخه کې همکاري او همغږي.
- د ښځو لپاره د ټولنیزو، اقتصادي، سیاسي، فرهنګي او روغتیايي اسانتیاوو د برابرولو په برخه کې کار او همکاري.
- ښځو او ځوانانو ته په سیاسي، فرهنګي او ټولنیزو چارو او حرفوي زده کړو کې د ګډون د فرصتونو برابرول.
- په لوړه کچه تصمیم نیولو ـ په ځانګړي ډول په ټاکنو ـ کې د ښځو د ګډون لپاره کار او فعالیت.
- د ولسمشر په امر بي بي صبري ته د باغ زنانه د ملکیت د سند اخیستل.
- د ښځو چارو وزارت له پراختیايي بودیجې څخه د پلخمري په بي بي صبري باغ کې د ښوونیز مرکز جوړول.
- په شمالي ولایتونو کې له امریکايي قوماندانانو څخه په پلخمري ښار کې د سرکونو، ګروپونو، کانتینونو او د پلخمري په بي بي صبري باغ کې د دوکانونو جوړولو لپاره د بودجې اخیستل.
- ـ د بغلان ولایت د ښځو چارو په ریاست کې د هنګري هېواد د (PRT) په مرسته د کمپلکس ښوونیز مرکز جوړول.
له (۱۳۸۱ل.ل) نه تر (۱۳۸۷ل.ل) پورې د (NRC) دفتر د حقوقي مشاورې په توګه:
ـ راستنېدونکو ته د هېواد د نافذه قوانینو په اړه معلومات او پوهاوی ورکول.
ـ د راستنېدونکو د حقوقي قضیو ثبتول او هغو ته د اړوندو عدلي او قضايي ارګانونو په مرسته حللارې موندل.
ـ د کډوالو او بې ځایه شوو په اړه له کورنیو او نړیوالو بنسټونو سره اړیکې.
له (۱۳۸۱ل.ل) نه تر (۱۳۸۳ل.ل) پورې د کندوز ولایت د ښځو چارو ریاست د مرستیالې په توګه:
- د ښځو د وضعیت د ښه والي او حقونو د پراختیا لپاره کار او فعالیت
- د زده کړو د فرصتونو د برابرولو لپاره له فرهنګي او ښوونیز ریاست سره کار او فعالیت
له (۱۳۶۵ل.ل) نه تر (۱۳۷۰ل.ل) پورې د کندوز د مېرمنو ټولنې د مرستیالې په توګه:
- د پلانونو او پروګرامونو په ځانګړي ډول د کسبونو او مسلکي زده کړو نظارت او ارزونه
- په بېلابېلو برخو کې د ښځو د حقوقو د تامین په برخه کې هڅې
- د ښځو لپاره د مهارتونو او نوو تجربو د زده کړې او پلانونو د پلي کولو لپاره د زمینې برابرولو هڅې
د ظرفیت لوړولو او تجربو د حاصلولو لپاره په (۷۸) ورکشاپونو کې ګډون چې د بېلابېلو بنسټونو لخوا جوړ شوي وو، دلته د بېلګې په ډول د څلورو هغو یادونه کوو:
- د عالي سرټيفیکټ په ترلاسه کولو د مدیریت او رهبرۍ په برخه کې د اداري اصلاحاتو په شپږ میاشتني پروګرام کې ګډون
- په (۱۳۸۸ل.ل) کې د امریکا په ویرجینا کې د حقوقي چارو په یوه میاشتني کورس کې ګډون
- په (۱۳۸۸ل.ل) کې په هند کې د ښځو او ماشومانو د قاچاق په اړه وړیا تلیفوني کرښې د رامنځته کولو لپاره د سارک په دوه ورځني ورکشاپ کې ګډون.
- ـ د بشري حقونو او نړیوالو قوانینو په اړه په لس ورځني ورکشاپ کې ګډون چې په (۱۳۹۱ل.ل) کې په ایټالیا کې د (ISAF) او (UNDP) په مرسته جوړ شوی و.
افتخاري ستاینلیکونه
- د بېړنۍ لویې جرګې د مډال ترلاسه کول
- د اساسي قانون د لویې جرګې د مډال ترلاسه کول
- د افغانستان د مشهورو مېرمنو د مډال ترلاسه کول
- د بشري حقونو د کمیسیون د ستاینلیک ترلاسه کول
- د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ستاینلیک ترلاسه کول
- د پوهنې وزارت د درېیمې درجې ستاینلیک ترلاسه کول
- د ښځو چارو وزارت د درېیمې درجې ستاینلیک ترلاسه کول
- د بغلان ولایت د مقام د لومړۍ درجې ستاینلیک ترلاسه کول
- د کورنیو چارو وزارت د افتخاري ستاینلیک ترلاسه کول
- د هېواد د مطبوعاتي بنسټونو د افتخاري ستاینلیک ترلاسه کول.
- د ولسي او مشرانو جرګې د ستاینلیک ترلاسه کول
په بېړنۍ، اساسي قانون، عنعنوي، سولې او مشورتي لویوجرګو کې د بغلان د خلکو د انتخابي او انتصابي استازې په توګه ګډون د کندوز د حقیقت موندنې د کمېټې غړیتوب
د تجربو ترلاسه کولو او په نړیوالو کنفرانسونو کې د ګډون په موخه رسمي سفرونه
ـ د امریکا متحده ایالات (څلور ځله)
- نیپال
- کوریا
- مالیزیا
- ایټالیا
- هند
- پاکستان
- تاجکستان
- بنګله دېش
- ټایلنډ
- جاپان
- سریلانکا
- دوبی
ژبني مهارتونه:
لیکل |
خبرې کول |
پوهېدل |
ژبه |
عالي |
عالي |
زبان مادري |
دري |
عالي |
عالي |
عالي |
پشتو |
خوب |
خوب |
خوب |
انگليسي |