د ۱۳۹۸ کال ټاکنې

انځورونه

Tweets by @AfghanistanIEC

د آغلې حوا علم نورستانۍ لنډه بیوګرافي

خانم حوا علم نورستانی رئیس کمیسیون مستقل انتخابات

حوا علم نورستانۍ د حاجي پاینده محمد خان توره خېل لور، د فیض محمد خان لمسۍ او د سپهسالار محمدعلم خان کړوسۍ ده چې د ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍ په یوه مشهوره او بانفوذه کورنۍ کې زېږېدلې ده.

زده کړې

حوا علم نورستانۍ لومړنۍ او ثانوي زده کړې په ننګرهار کې کړي دي. د لسانس سند یې د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو له پوهنځي اخیستی او د نړیوالو اړیکو په برخه کې ماسټري لري.

ښاغلی سید عصمت الله "مل" د ټاکنو خپلواک کمیسیون مرستیال

محترم سید عصمت الله ښاغلی سید عصمت الله مل د سیداحمدالله زوی په (۱۳۶۱ل.ل) کې په یوه روښانفکره او دینداره کورنۍ کې زېږېدلی دی. نوموړي واده کړی، مورنۍ ژبه یې پښتو ده او له انګلیسي ژبې سره هم اشنايي لري.

ښاغلي مل تر څوارلسم پورې ټولګي پورې زده کړې د بلخ ولایت د نفت و ګاز د تخنیکم  انستیتیوت د کیمیاوي ټکنالوژۍ په برخه کې کړي. د لیسانس سند یې د بلخ پوهنتون د انجینرۍ پوهنځي د کیماوي ټکنالوژۍ له برخې ترلاسه کړی اوس په دونیا پوهنتون کې د عامه ادارې د پوهنځي د ادارې او سوداګرۍ په برخه کې د ماسټرۍ پر زده کړو بوخت دی. 

کاري تجربه:

  • له (۱۳۸۶ل.ل) نه تر (۱۳۹۰ل.ل) پورې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د شمال ساحوي زون اداري او امنیتي مسوول.
  • له ۱۳۹۰ل.ل) نه تر (۱۳۹۱ل.ل) پورې د بلخ ولایت د سولې شورا اوپراتیفي مسوول.
  • له (۱۳۹۱ل.ل) نه تر (۱۳۹۷ل.ل) پورې د بلخ ولایت د حیرتانو د نفتي موادو او اوبلن ګاز د ریاست کارکوونکی.

په وروستیو کې د ټاکنو د نوي قانون له مخې د (۱۳۹۸ل.ل) کال د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو په خپلمنځي ټاکنو او د ولسمشرۍ ریاست د (۱۳۹۷/۱۲/۱۲) نېټې د (۱۵۵) شمېرې فرمان له مخې د ټاکنو خپلواک کمیسیون کمیشنر وټاکل شو.

ښاغلی مسافر قوقندی د ټاکنو خپلواک کمیسیون منشي او کمیشنر

محترم مسافر قوقندی منشی و کمیشنر کمیسیون مستقل انتخابات ښاغلی مسافر قوقندي د خدای بښلي محمدرحیم زوی د (۱۳۶۱ل.ل) د لړم (عقرب) میاشتې په ۲۴مه چې د (۱۹۸۲ز) کال د نومبر له ۱۶مې نېټې سره سمون لري، په کابل ولایت کې په یوه روښانفکره او دینداره کورنۍ کې زېږېدلی دی. نوموړي واده کړی او د څلورو اولادونو پلار دی.

ښاغلي قوقندي لومړنۍ زده کړې د کابل د ریشخورو د فامیلیو په لېسه کې ترسره کړي. منځنۍ دوره یې په بلخ ولایت کې په شهید بلخي لېسه او د لېسې دوره یې په (۱۳۷۸ل.ل) کې د جوزجان ولایت په ابن یمین لېسه کې په اعلی درجه بشپړه کړې ده.

ښاغلی قوقندي په (۱۳۸۰ل.ل) کې د نوي حکومت په منځته راتګ د کانکور پروسې له لارې د بلخ پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي ته بریالی شو؛ خو دوه کاله وروسته د مالي، اقتصادي او نورو ستونزو له امله له زده کړو بې برخې شو. ښاغلی قوقندي دغو ستونزو ناهیلی او خواشینی نه کړ. د ژوند له ناخوالو سره یې په مېړانه مبارزه کوله. کار یې هم کاوه او له علم او پوهې سره د ځانګړې مینې په وجه یې یو ځل بیا د کانکور په پروسه کې خپل بخت وازمایه او دا ځل د کابل پوهنتون د ټولنیزو علومو پوهنځي ته بریالی شو. په (۱۳۹۲ل.ل) کې د کابل پوهنتون د ټولنیزو علومو د پوهنځي د شپې له برخې په کادري درجه فارغ شو. په (۱۳۹۴ل.ل) کې یې په کابل پوهنتون کې د جندر د مساواتو په برخه کې ماسټري پیل کړه او په (۱۳۹۶ل.ل) کې یې په بریالیتوب پای ته ورسوله.

د ټاکنو د کمیسیون منشي او کمیشنر ښاغلی قوقندي په دولتي بستونو او رسنیو کې د کار دوولس کلنه تجربه لري.  

  • له (۱۳۸۶ل.ل) نه تر (۱۳۸۸ل.ل) پورې د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د نړیوالو اړیکو د ریاست د عامه اړیکو  کارکوونکی/مامور.
  • له (۱۳۸۸ل.ل) نه تر (۱۳۹۰ل.ل) پورې د نګاه تلویزیون خبریال.
  • له (۱۳۹۰ل.ل) تر (۱۳۹۲ل.ل) پورې د اریانا تلویزیون خبریال او د اقتصادي خبرونو پروډیوسر.

او له (۱۳۹۲ل.ل) د (۱۳۹۷ل.ل) د کب (حوت) تر ۱۲مې نېټې پورې د سوداګرۍ او صنعت وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو رییس او ویاند و. د یادولو وړه ده چې نوموړي په پورته یادو شوو دندو کې ډېرې لاسته راوړنې درلودې او په اړوندو برخو کې یې د پام وړ بدلونونه رامنځته کړي دي.

ښاغلي قوقندي په تېرو ولسمشریزو، پارلماني او د ولایتي شوراګانو په ټاکنو کې د فعال کتونکي په توګه ګډون درلود او په ټاکنیزو پروسو کې یې د شفافیت د تامین او له دیموکراسۍ نه د ملاتړ په موخه داوطلبانه، بې طرفه او جدي کار او څارنه کوله.

ښاغلی قوقندي په (۱۳۹۶ل.ل) کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جلالتماب ولسمشر لخوا د میرمسجدي خان په مډال وستایل شو. پر دې سربېره یې د خپل فعالیت په جریان کې له بېلابېلو بنسټونو څخه ډېر ډېر نور ستاینلیکونه هم ترلاسه کړي دي. په وروستیو کې د ټاکنو د نوي قانون له مخې د (۱۳۹۸ل.ل) کال د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو په خپلمنځي ټاکنو او د ولسمشرۍ ریاست د (۱۳۹۷/۱۲/۱۲) نېټې د (۱۵۵) شمېرې فرمان له مخې د ټاکنو خپلواک کمیسیون کمیشنر وټاکل شو او وروسته د دغه کمیسیون په داخلي ټاکنو کې د ټولو رایو په اتفاق د کمیسیون د منشي دنده هم وروسپارل شوه. 

ښاغلی اورنگ زیب د ټاکنو خپلواک کمیسیون کمیشنر

محترم اورنگ زیب کمیشنر کمیسیون مستقل انتخابات

ښاغلی اورنګزیب د محمدحسن زوی د (۱۳۵۸ل.ل) د وري (حمل) په لسمه په پکتیا ولایت کې په یوه دینداره کورنۍ کې زېږدلی دی. منځنۍ او ثانوي زدکړې یې د کندز ولایت په شېرخان لېسه کې ترسره کړي او په (۱۳۸۲ل.ل) کې له همدې لېسې فارغ شوی دی. ښاغلی اورنګزیب د (۱۳۸۳ل.ل) د کانکور په پروسه کې د کابل پوهنتون د زراعت پوهنځي ته بریالی شو او په (۱۳۸۶ل.ل) کې یې دغه پوهنځي په اعلی درجه پای ته ورساوه.

ښاغلی اورنګزیب د لوړو زده کړو تر بشپړولو وروسته له (۱۳۸۷/۲/۳) نه تر (۱۳۸۹/۱۰/۲۲) پورې د د لوړو زده کړو وزارت د ترانسپورت عمومي مدیر و. نوموړی له (۱۳۸۹/۱۰/۲۲) نه تر (۱۳۹۰/۱۲/۲۲) پورې د پکتیکا ولایت د مالي او اداري چارو رییس و او څو ځله د والي لخوا د کارونو د ښه ترسره کولو له امله ستایل شوی دی. نوموړي په پکتیکا کې تر ډېرو لاسته راوړنو وروسته د ازادې سیالۍ له لارې په کابل کې د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د تهیې او تدارکاتو رییس وټاکل شو او له (۱۳۹۰/۱۲/۲۴) تر (۱۳۹۲/۸/۱۵) دلته پر کار بوخت و. په (۱۳۹۲/۸/۱۸) د ازادې سیالۍ له لارې او د جمهوري ریاست د منظورۍ پر اساس د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د دارالانشا د مالي او اداري مرستیال وټاکل شو.

په وروستیو کې د ټاکنو د نوي قانون له مخې د (۱۳۹۸ل.ل) کال د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو په خپلمنځي ټاکنو او د ولسمشرۍ ریاست د (۱۳۹۷/۱۲/۱۲) نېټې د (۱۵۵) شمېرې فرمان له مخې د ټاکنو خپلواک کمیسیون کمیشنر وټاکل شو.

ښاغلی محمد حنیف دانشیار د ټاکنو خپلواک کمیسیون کمیشنر

محترم محمد حنیف دانشیار کمیشنر کمیسیون مستقل انتخابات محمد حنیف دانشیار د زوارشاه زوی په (۱۳۶۲ل.ل) کې د غزني ولایت د مالستان ولسوالۍ د مرادینې سیمې په یوه دینداره او فرهنګي کورنۍ کې زېږېدلی دی. ښاغلي دانشیار لومړنۍ، منځنۍ او ثانوي زده کړې د غزني ولایت د مالستان ولسوالۍ د مرادینې په عالي لېسه کې په اعلی درجه پای ته رسولې دي او د کانکور تر ازموینې وروسته په (۱۳۸۴ل.ل) کې د کابل پوهنتون د ټولنیزو علومو پوهنځي ته بریالی شو.

نوموړي د زده کړو پر وخت د پراخو ټولنیزو او فرهنګي فعالیتونو ترڅنګ د نوي افغانستان  غورځنګ د سازمان د رهبرۍ پلاوی او د سولې او اصلاحاتو د خدمتګارانو د ځانګړي مرکز مشر هم و. ښاغلی دانشیار په (۱۳۸۷ل.ل) کې د کابل پوهنتون د ټولنپوهنې له پوهنځي نه په اعلی درجه فارغ شو او اوس په دونیا پوهنتون کې د عامه ادارې په برخه کې د ماسټرۍ پر زده کړو بوخت دی. پر دوو ملي ژبو (پښتو او دري) برلاسی دی او له انګلیسي سره هم اشنايي لري.

ښاغلی دانشیار له (۱۳۹۲ل.ل) نه د (۱۳۹۷ل.ل) کال تر پایه یعنې تر پنځو کلو زیات له نېشه يي توکو سره د مبارزې وزارت ویاند او د اطلاعاتو او عامه اړیکو رییس و. درې کاله د سیمه ییزو ارګانونو ادارې د څارنې او ارزیابۍ آمر و. دوه کاله د «راه سبز باافتخار» موسسې د پروژو عمومي مالي او اداري مدیر و. نوموړی د (۱۳۹۷ل.ل) کال په پای کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون کمیشنرۍ ته نوماند شو چې د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو لخوا د لازمو رایو په ترلاسه کولو کمیشنر وټاکل شو. اوس د ټاکنو خپلواک کمیسیون د کمیشنر په توګه په ژمنتیا دنده ترسره کوي.

ښاغلی دانشیار په مخکنیو بستونو کې لاندې لاسته راوړنې لري:

  • له نیشه یي توکو سره د مبارزې په برخه کې د عامه پوهاوي د پالیسۍ طرح او تدوین
  • په (۱۳۹۳ـ ۱۳۹۷) کلو کې د کورنیو، بهرنیو، بحراني حالاتو، رسنیزو او جندر اړیکو د ستراتیژیو طرح، تدوین او پلي کول.
  • د نیشه یي توکو پر وړاندې د انسجام د اونۍ د پروګرام طرح، تدوین او پلي کول، چې دغه پروګرام تر (۱۳۹۴ل.ل) کال وروسته د افغانستان د اسلامي جمهوریت په پروګرامونو کې درج شو.
  • د نیشه یي توکو پر وړاندې د تبلیغاتي مبارزې په برخه کې د بهرنیو ډونرانو په ځانګړي ډول د امریکا د متحده ایالاتو د (INL) دفتر د مالي او تخنیکي همکاریو جلبول.
  • له نیشه توکو سره د مبارزي په موخه د ملي او سیمه ییزو خبریالانو د شبکې جوړول او
د سیمه ییزو ارګارنونو په خپلواکه اداره کې د سیمه ییزو ارګانونو د کارونو د نظارت لپاره د اغېزمنو نظارتي مکانیزنونو رامنځته کول.

ښاغلی مولانا عبدالله د ټاکنو خپلواک کمیسیون کمیشنر

محترم مولانا عبدالله کمیشنر کمیسیون مستقل انتخابات  

رحیمه ظریفی د ټاکنو خپلواک کمیسیون کمیشنر

خانم رحیمه ظریفی کمیشنر کمیسیون مستقل انتخابات

شخصي معلومات:

نوم: رحیمه ظریفي

د پلار نوم: محمد جمعه

اصلي استوګنځی: د بلخ ولایت، خلم ولسوالي. ۲۲کاله یې د بغلان ولایت په پلخمري ښار کې ژوند کړی.

زده کړې:

په (۱۳۹۱ـ ۱۳۹۴ل.ل) کلو کې یې د طلوع افتاب د لوړو زده کړو د موسسې د اقتصاد له پوهنځي د لیسانس سند اخیستی.

په (۱۳۸۸ـ ۱۳۹۰ل.ل) کلو کې یې په پلخمري ښار کې د بغلان فرهنګ په ښوونیز انستیتیوت کې د محاسبې برخه لوستې.

خانم ایویلینیا د ټاکنو خپلواک کمیسیون بهرنی کمیشنر 

خانم اویلن روبنسن کمیشنربین المللی کمیسیون مستقل انتخابات   مېرمن ایویلینا الکسوا رابینسون د (۲۰۱۴ز) له مارچ نه د (۲۰۱۹ز) تر مارچ میاشتې پورې د بلغاریا د ټاکنو د مرکزي کمیسیون رییسه وه. نوموړې د ریاست پر وخت پینځه ځله ملي ټاکنې او دوه ځله ملي رفرانډوم تنظیم کړی او ډېر یې د ټاکنو د سیمه ییزو ټولپوښتنو له لارې ترسره کړي دي. مېرمن رابینسون تر دې وړاندې د مډرن سیاست د انسټيټیوټ اجراییه مدیره وه. دا یو غیرانتفاعي سازمان دی چې په تصمیم نیولو کې له مدني مشارکت، مسوولیت مننې، تبلیغاتو او شفافیت له اصولو سره سم د قانون د نظارت په برخه کې کار کوي. نوموړې په (۲۰۰۵ز) کې په بېړنیو چارو کې سلاکاره وزیره، وکیله او د ټاکنو د مرکزي کمیسیون غړې وه. نوموړې له هغو غیرانتفاعي سازمانونو سره د کار تجربه لري چې د بشري حقوقو د ملاتړ، ښې مشرۍ او له فساد سره د مبارزې په برخه کې کار کوي. مېرمن رابینسون د ټاکنو د قانون د اصلاح په اړه نوي تحلیلونه او وړاندیزونه لیکلي. نوموړې د (۲۰۱۱ز) د ټاکنو په اړه د مجلس د کمېټو په مدني شوراګانو کې د ټاکنیزو کودونو د برابرولو، ګردیو میزونو جوړولو او د اساسي قانون د محکمې د قضیې په خاطر ګډون درلود. مېرمن رابینسون په (۲۰۱۶زـ۲۰۱۹) کلو کې د اروپا د ټاکنو د مسوولانو د انجمن د اجرایه پلاي غړې وه او په (۲۰۱۷ز) کې د دغه سازمان رییسه شوه. په (۲۰۱۷ز ـ ۲۰۱۹ز) کلو کې د نړیوالو ټاکنیزو بنسټونو د انجمن د اجرایه پلاوي غړې وه. نوموړې همدارنګه د هغو ټاکنیزو بهیرونو د ویاندې دنده درلوده چې د ای سي پي اس، کمیسیون، اروپايي شورا، د امنیت سازمان، د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان، د دیموکراتیکو او بشري حقوقو بنسټ او نړیوالې ایډیا لخوا اداره کېږي.

ښاغلی احمد اسحق حسن د ټاکنو خپلواک کمیسیون بهرنی کمیشنر

محترم احمد اسحق حسن کمیشنربین المللی کمیسیون مستقل انتخابات 

ښاغلی حسن اصلا د کینیا هېواد اوسېدونکی دی. ده د کینیا په ستره محکمه کې د مدافع وکیل او منشي په توګه کار کړی دی. له (۲۰۰۹ز) نه تر (۲۰۱۷ز) پورې د کینیا هېواد د ټاکنو د کمیسیون مشر و. نوموړی تر دې وړاندې د کینیا هېواد پر اساسي قانون د نظارت د کمیسیون (CKRC) کمیشنر او د سومالیا د اساسي قانون د تصویب د پروژې لپاره د (UNDP) حقوقي مشاور و. هغه د خپل هېواد لپاره د قوانینو په ځانګړي ډول د مدني قوانینو په جوړولو کې مهم رول لوبولی او تر پنځه ویشتو کلو زیاته حقوقي، قانوني، اداري او ملکي تجربه لري. د لیسانس سند یې له نایروبي پوهنتون نه د حقوقو او سیاسي علومو په برخه کې اخیستی، فوق لیسانس یې د حقوقو په برخه کې د کینیا د حقوقو په انستیتیوت او د اداري او عامه مدیریت په برخه کې د اسراییلو هېواد په ګالیلي پوهنتون کې بشپړ کړی دی. نوموړی د ټاکنو په برخه کې په ملي او نړیواله کچه اوږده تجربه لري.

ښاغلي حسن د ګانا هېواد د ټاکنیزو مراجعو د ټولنې(AAEA) او د لندن د ټاکنو د ذی نفع شبکې (CEN) د رییس په توګه هم کار کړی دی. د دې تر څنګ د کوریا په پلازمینه (سیول) کې د نړیوالې ټولنې د ټاکنیزو بنسټونو د نظارت او څېړنې د اجراییه بورډ غړی او د کمېټې مشر و او په اسیایي، اروپايي، استرالیايي او امریکايي هېوادو کې یې د ډېرو ټاکنو څارنه کړې. همدارنګه د نایجیریا د (۲۰۱۱ز) کال په ټاکنو کې د افریقا د اتحادیې د څارنې د ماموریت مسوول، د ګانا د (۲۰۱۲ز) په ټاکنو کې د (EISA) د ماموریت کتونکی او د دجي باتي د (۲۰۱۶ز) په ټاکنو کې د (IGADS) د ماموریت کتونکی و. نوموړي د خپلو ټاکنیزو کارونو له امله ډېرې ملي نړیوالې جایزې ترلاسه کړي. په (2013ز) کې د (CPS ) د ټاکنو جایزه ورکړل شوه او په (۲۰۱۶ز) کې د کینیا د ټاکنو د مدیریت او شخړو د حل کولو له امله د کینیا ولسمشر څو جایزې ورکړې.